IQNA

په هندي ژبه د قرآن د تفسیر د نوي اپلیکیشن مخ کتنه

10:54 - December 31, 2024
د خبر لمبر: 3490390
ایکنا – د هند جماعت اسلامی په هندی ژبه د قرآن کریم د تفسیر په زمینې کې یو نوي اپلیکیشن افتتاح کړی دی.

ایکنانیوز  د هند د جماعت  اسلامی  د اطلاع رسونې دانټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ،د موبایل یو نوی پروګرام چې د قرآن تفسیر په هندي ژبه وړاندې کوي،  په یو لړ دستورو کې ئې  مخ ک تنه شوې ده.په تفهیم القرآن(Tafheemul Quran)  نامې سره دغه اپلیکیشن په یولړ هغو دستورو کې چې د  هند د جماعت اسلامی له خوا ترسره شوې، نندارې ته وړاندې شو.

دغه قرآنی اپلیکیشن چې د جماعت اسلامی  یوې څانګې  Islami Sahitya Trust، له خوا پلان شوی  د هندي ژبې مخاطبانو لپاره د قرآن کریم د یوه ساده او آسان تفسیر د وړاندې کولو په موخې سره جوړ شوی دی.

دغه پروګرام د مولانا ابوالعلا مودودوي  په قلم سره د قرآن کریم کامل متن له هندی ترجمې اوتفسیر سره یو ځاي وړاندې کوي.  کارؤنکي  دغه د ترجمې او تفسیر  متن لوستلی  او مطالعه کولی شي ، په داسې حال کې چې د قرآن ترجمه د غږ(آډیو) په بڼه هم  په دغه اپلیکیشن کې موجوده ده.

هندي ترجمه د مولانا نسیم احمد قاضي فلاحي په وسیله شوې ده چې بشپړتیا ئې کابو دولس کلونو پورې وخت واخست. هغه توضیح ورکړې چې په دغې ترجمې کې د قرآني  اصطلاحاتو مختصر توضیحات او  د حضرت محمد مصطفی(ص) حدیثونو ته اشارې  شاملې دي. د  Islami Sahitya Trust،  منشي وارث حسین  سره  د یوشمیر چارواکو  ددغه پوسټر په مخ کتنې کې ګډون وکړ. ددغه اپلیکیشن پلانونکي  یوسف امین ددغه پروګرام پر اساسی ځانګړنو  هم رڼا واچوله.

https://iqna.ir/fa/news/4256877

captcha